د کاپیسا ولایت کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د کاپیسا ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د عمومي کرنې او ادارې او حسابدارۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کاپیسا ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ ودانۍ ( ۷) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د کاپیسا ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۶) تنه کارکوونکي لري، چې (۲) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کاپیسا ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۲) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګه (عمومي کرنه او اداره او حسابداري) لري، چې (۱۵۵) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د کاپیسا ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۱۵۵) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۲) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.