د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالی کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۰ هجرې لمريز کال کې تأسیس شوی دی، چې د برښنا، ساختمان، موټرو ترمیم، ادارې او حسابدارۍ او عمومي کرنې په څانګو کې د دیارلسم (۱۳) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې  (انسټیټوټ) دوره کې زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ ودانۍ (۲۴) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه، زرغونه ساحه او همدارنگه والیبال ورزشي ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۱۸) تنه کارکوونکي لري، چې (۱۱) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ ی (۱۱) تنه استادان دی لري، چې ټول استادان يې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ (۵) څانګې (برښنا، ساختمان، موټرو ترمیم، ادارې او حسابدارۍ او عمومي کرنه) لري، چې (۱۲۷) تنه زده زده کړیالان په یادو څانګو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب: د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کړیالانو د علمي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.

بدل اعاشه: د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۱۲۷) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۴) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.