د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ

د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ په ۱۴۰۰ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د عمومي کرنې په څانګه کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ ودانۍ (۷) درسي او اداري خوني لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۱۲) تنه کارکوونکي لري، چې (۹) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۱) تن خدماتي کارکوونکي دی.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ کې (۹) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۱) څانګه (کرنه) لري، چې (۱۶۱) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ کې (۱۶۱) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۳۱) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.