د کابل ښار اتو میخانیکي اکاډمۍ لنډه پيژندنه

د کابل ښار اتو میخانیکي اکاډمۍ په ۱۳۵۲ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی چې د برښنا، موټرو ترمیم، ماشن او د میدان سړک په برخو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسه او انسټیټوټ دوره) کې  زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړني معلومات:

د کابل ښار اتو میخانیکي اکاډمۍ (۴۷) درسي او ادارې خونې لري. چې برښنا، اوبه او  همدارنګه شنه ساحه یې له مهو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار اتو میخانیکي اکاډمۍ په ټوله کې (۹۸) تنه کارکوونکي لري. چې (۶۳) تنه استادان، (۱۰) تنه ادارې کارکوونکي او (۲۵) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ښار اتو میخانیکي اکاډمۍ کې (۶۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې (۴۶) تنه نارینه استادان او (۱۷) تنه ښځينه استادانې دي.

تحصیلي څانګې:

د کابل ښار اتو میخانیکي اکاډمۍ (۵) څانګې (برښنا، موټرو ترمیم، ماشین، سړک جوړونې ماشین آلاتو ترمیم او سړک میدان) لري. چې په یادو څانګو کې (۲۴۳) تنه زده کوونکی او  زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د کابل ښار اتو میخانیکي اکاډمۍ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو (۱) باب مجهز کمپیوټر لب او همدارنګه (۱۴) بابه مجهز ورکشاپونه لري. چې (۴) بابه ورکشاپونو د ماشین په برخه کې، (۴) بابه ورکشاپونه د موټر په برخه کې، (۵) بابه ورکشاپونه د برښنا په برخه کې او همدارنګه (۱) باب ورکشاپ د سړک جوړونې په برخه کې دی.

بدل اعاشه:

د کابل ښار اتو میخانیکي اکاډمۍ کې (۲۴۳) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۸) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل او (۶۵) تن نور یې په لیلیه کې اوسیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.