د چهارآسیاب کثیرالرشتوِي انسټیټوټ لنډه پیژندنه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ، چې په ۱۳۸۹ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی، چې د اداره او مدیریت او عمومي کرنې په څانګو کې له لسم (۱۰)څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ ځان ته ودانۍ لري چې (۹) درسي او ادارې خونې، برښنا، اوبه او همدارنګه ورزشي ساحه يې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۱۱) کارکوونکي لري، چې (۶) استادان، (۳) ادارې کارکوونکي او (۲) خدماتي کارکوونکي دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (اداره او مدیریت او عمومي کرنې) لري چې (۱۷۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په ذکر شویو څانکو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کوونکو  او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره مجهز کمپیوټر لب، کتابتون او همدارنګه د کرنې او باغداری په برخو کې (۲) بابه مجهز ورکشاپونه لري.

جنسیت له مخې استادانو په اړه عمومي معلومات:

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۶) تنه نارینه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي.

بدل اعاشه:

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۱۷۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۴) تنه د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کارکوي.