د څلورو ډیټابیسونو جوړول

محمد یاسر صافی د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کمپیوټر ټیکنالوژۍ ډیټابیس څانګې څخه فارغ شوی دی.

ښاغلی صافی د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې اوس په کابل کې ژوند کوي.

خپلې زده کړې یې د کابل په عمراخان لېسه کې بشپړې کړې او بیا د یوې ځانګړې ازموینې وروسته د کابل کمپیوټر ټکنالوژۍ په انسټیټوټ کې شامل شو.

ښاغلی صافی په ۱۴۰۰ کال کې د کمپیوټر ټکنالوجۍ انسټیټوټ ډیټابیس څانګې څخه په اعلی درجه فارغ شوی.

نوښت او لاسته راوړنې:

محمد یاسر صافي د څلورو میاشتو په موده کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لپاره څلور عملي ډیټابیسونه جوړ کړي دي.

دا ډیټابیسونه د انساني سرچینو، کتابتون او لیلیې مدیریت لپاره دي.

ښاغلی صافی وايي، د ډیټابیس جوړولو څخه یې موخه د چارو سم او منظم مدیریت، د لګښتونو کمول، په لنډ وخت کې اطلاعاتو ته لاسرسی دی.

د ویډیو لینک: https://youtu.be/1_bdkITzlFA