د پکتیکا ولایت کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د پکتیکا ولایت کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی دی، چې د عمومي کرنې،  باغداري، کمپیوټر ساینس، ساختماني انجینرۍ  او برښنا په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د پکتیکا ولایت کثیرالرشتوي انسټيټوټ ودانۍ ( ۹) درسي او اداري خونې لري. سولري برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د پکتیکا ولایت کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۱۷) تنه  کارکوونکي لري. چې (۱۲) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د پکتیکا ولایت کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۱۲) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۵) څانګې (عمومي کرنې،  باغداري، کمپیوټر ساینس، ساختماني انجینرۍ  او برښنا) لري. چې (۸۶) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپيوټر لب: د پکتیکا ولایت کثیرالرشتوي انسټيټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.

بدل اعاشه: د پکتیکا ولایت کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۸۶) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۲) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.