د پکتیکا ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ

د پکتیکا ولایت ادارې او حسابدارۍ  انسټيټوټ په ۱۳۹۲ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی دی، چې د اداره او مدیريت، اداره  او تجارت، بانکداري او محاسبې په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د پکتیکا ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ ودانۍ ( ۸) درسي او اداري خونې لري. سولري برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د پکتکیا ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ په ټوله کې (۱۲) تنه کارکوونکي لري. چې (۷) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د پکتکیا ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ کې (۷) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۴) څانګې (اداره او مدیريت، اداره  او تجارت، بانکداري او محاسبه) لري. چې (۹۸) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د پکتکیا ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ کې (۹۸) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۳) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.