د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ۱۳۹۶ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د ادارې او مدیریت او بانکدارۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د ارګون ولسوالۍ ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ ودانۍ ( ۴) درسي او ادارې خونې او همدارنګه سولري برښنا لري.

جوړښت اړوند معلومات: د ارګون ولسوالۍ ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۴) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۱) تن خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د ارګون ولسوالۍ ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ کې (۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (اداره او مدیریت او بانکداري) لري. چې (۱۰۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب: د ارګون ولسوالۍ ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.

بدل اعاشه: د ارګون ولسوالۍ ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ کې (۱۰۰) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۳) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.