د پکتیا ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ

د پکتیا ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، د کرنې او وترنرۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د پکتیا ولایت کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ ودانۍ ( ۷) درسي او ادارې خوني لري. برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د پکتیا ولایت کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ په ټوله کې (۱۸) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د پکتیا ولایت کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ کې (۱۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (کرنه او وترنري) لري. چې (۸۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د پکتیا ولایت کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب او همدارنګه (۱) باب مجهز لابراتوار هم لري.

بدل اعاشه: د پکتیا ولایت کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ کې (۸۰) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۸) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.