د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې د لېسې په نوم تأسیس چې بیا په ۱۳۹۶ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه، د عمومي کرنې، اقتصاد او کمپیوټر ساینس په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د څمکنیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ ودانۍ ( ۱۰) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د څمکنیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۶) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۱) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د څمکنیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (عمومي کرنه، اقتصاد او کمپیوټر ساینس) لري. چې (۲۳۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د څمکنیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۲۳۰) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۳۰) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.