د پکتیا ولایت تخنیکي مسلکي

د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ په ۱۳۸۹ هجرې لمریز کال کې د تخنیکي لېسې په نوم تأسیس شوی، چې بیا په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې انسټیتوټ ته ارتقاء ورکړل شوه چې د موټرو ترمیم، برښنا او کمپیوټر ساینس په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ ودانۍ ( ۹) درسي او اداري خوني لري. برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ په ټوله کې (۲۲) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۸) تنه استادان، (۱) تن ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ کې (۱۸) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (د موټرو ترمیم، برښنا او کمپیوټر ساینس) لري. چې (۱۴۵) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب او همدارنګه دوه بابه د برښنا او موټرو د ترمیم مجهز ورکشاپونه لري.

بدل اعاشه: د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ کې (۱۴۵) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۲) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.