د پيچ درې کرنې مسلکي انسټیټوټ

د کنړ ولایت د پیچ درې ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ په ۱۳۹۰ هجری لمریز کال کې د کرنې لېسې په نوم تأسیس شوی، بیا یې په ۱۳۹۸ هجری لمریز کال کې د لیسې څخه انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه چې د عمومي کرنې، بڼوالۍ او حیواني علومو په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکو او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کنړ ولایت د پیچ درې ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ ودانۍ ( ۸) درسي او (۳) ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کنړ ولایت د پیچ درې ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ په ټوله کې (۹) تنه کارکوونکي لري. چې (۴) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کنړ ولایت د پیچ درې ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ کې (۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (عمومي کرنه، باغداری او حیواني علوم) لري. چې (۱۲۱) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د کنړ ولایت د پیچ درې ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب لابراتوار او همدارنګه (۱) باب مجهز کتابتون لري.

بدل اعاشه:

د کنړ ولایت د پیچ درې ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ کې (۱۲۱) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۴) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.