د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۸۲ هجرې لمریز کال کې د کرنې مسلکي لېسې په نوم تأسیس شوه، په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه، بیا په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې د کمپیوټر ساینس څانګې په ایجادولو سره یې نوم کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته واړول شو د کرنې، وترنرۍ او  کمپیوټر ساینس په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ دری ودانۍ ( ۲۶) درسي او اداري خوني لري. برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۲۸) تنه کارکوونکي لري، چې (۱۸)  تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۷) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۱۸) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې له دې جملې څخه (۱۵)  تنه نارینه او (۳) تنه ښځینه استادانې دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (کرنه، وترنرۍ او کمپیوټر ساینس) لري، چې (۲۵۹) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ  د زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب او همدارنګه (۱) باب مجهز لابرتوار لري.

بدل اعاشه: د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۲۵۹) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۳۶) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.