د پروان ولایت مرکز تخنیکي انسټیټوټ

د پروان ولایت مرکز تخنیکي انسټیټوټ په ۱۳۸۶ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی چې د ساختمان، موټرو ترمیم، برښنا او د ماشین آلاتو ترمیم په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د پروان ولایت مرکز تخنیکي انسټیټوټ ودانۍ ( ۲۰) درسي او اداري خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د پروان ولایت مرکز تخنیکي انسټیټوټ ټوله کې (۴۱) تنه کارکوونکي لري، چې (۲۹) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۸) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د پروان ولایت مرکز تخنیکي انسټیټوټ کې (۲۹) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۴) څانګې (د ساختمان، موټرو ترمیم، برښنا او د ماشین آلاتو ترمیم) لري، چې (۳۵۵) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د پروان ولایت مرکز تخنیکي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب او همدارنګه د عملي کارونو لپاره (۷) بابه مجهز ورکشاپونه لروونکی دی.

بدل اعاشه: د پروان ولایت مرکز تخنیکي انسټیټوټ کې (۳۵۵) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵۶) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.