د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ د څارنوال عبدالستار خواصي کثیرالرشتوي انسټیټوټ

 

د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ د څارنوال عبدالستار خواصي کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې د کرنې مسلکي لیسې په نوم تأسیس شو، چې بیا په ۱۳۹۴ هجرې لمریز کال کې کثیرالرشتوي انسټيټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه چې د ساختمان، اداره او مدیریت، محاسبې، کرنې او وترنرۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ د څارنوال عبدالستار خواصي کثیرالرشتوي انسټیټوټ ودانۍ ( ۳۰) درسي او اداري خونې لري، رښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ د څارنوال عبدالستار خواصي کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۱۱) تنه کارکوونکي لري، چې (۷) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ د څارنوال عبدالستار خواصي کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۷) تنه نارینه استاد د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۵) څانګې (ساختمان، اداره او مدیریت، محاسبه، کرنه او وترنري) لري، چې (۶۶) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ د څارنوال عبدالستار خواصي کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب، (۱) باب مجهز کتابتون او همدارنګه (۱) باب مجهز لابراتوار لروونکی دی.

بدل اعاشه: د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ د څارنوال عبدالستار خواصي کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۶۶) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۸) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.