د پروان ولایت سیدخیلو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د پروان ولایت د سید خیلو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې د کرنې مسلکي لېسې په نوم تأسیس شوه، وروسته بیا په  ۱۳۹۵ هجرې لمریز کال کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه، بیا په ۱۳۹۸ هجرې لمریز کال کې د کمپیوټر ساینس او اداره او مدیریت څانګو په ایجادولو سره یې نوم کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته واړول شو، چې د کرنې، وترنرۍ، کمپیوټر ساینس او اداره او مدیریت په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د پروان ولایت کثیرالرشتوي انسټیټوټ دری ودانۍ ( ۱۲) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د پروان ولایت کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۱۰) تنه کارکوونکي لري، چې (۶) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د پروان ولایت کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۶) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۴) څانګې (کرنه، وترنري، کمپیوټر ساینس او اداره او مدیریت) لري، چې (۱۵۶) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د پروان ولایت کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۱۵۶) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۵) تن د بدل اعاشې په لست کې نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.