د پروان ولایت بگرام ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې د کثیرالرشتوي لیسې په نوم تأسیس شو، چې وروسته په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې انسټيټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه د اقتصاد، برښنا او ساختمان په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ ودانۍ (۳۰) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۹) تنه کارکوونکي لري، چې (۴) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۴) تن نارینه استاد د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (اقتصاد، برښنا او ساختمان) لري، چې (۱۰۳) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب او همدارنګه د برښنا څانګه کې د عملي کارونو لپاره (۱) باب مجهز ورکشاپ لروونکی دی.

بدل اعاشه: د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۱۰۳) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۳) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.