د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍکرنې انسټیټوټ

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍکرنې انسټیټوټ په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې د کرنې مسلکي لیسې په نوم تأسیس شو چې بیا یې په ۱۴۰۲ هجرې لمریز کال کې د لېسې څخه انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه چې د عمومي کرنې په څانګه کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍکرنې انسټیټوټ ودانۍ ( ۱۰) درسې او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍکرنې انسټیټوټ په ټوله کې (۹) تنه کارکوونکي لري. چې (۷) تنه استادان، (۱) تنه ادارې کارکوونکي او (۱) خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍکرنې انسټیټوټ کې (۷) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري. چې (۱۸۳) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یاده څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.