د هلمند ولایت د ګرم سیر ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ

د هلمند ولایت د ګرم سیر ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ په ۱۳۵۳ هجرې لمریز کال کې کرنې لېسې په نوم تأسیس چې بیا په ۱۴۰۲ هجرې لمریز کال کرنې انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه، چې د کرنې، مالدارۍ او کرنیز اقتصاد په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د هلمند ولایت د ګرم سیر ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ ودانۍ (۱۴) درسي او اداري خونې لري. اوبه، برښنا او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د هلمند ولایت د ګرم سیر ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ په ټوله کې (۱۲) تنه کارکوونکي لري. چې (۷) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د هلمند ولایت د ګرم سیر ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ کې (۷) تن استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګه (کرنه، مالداري او کرنیز اقتصاد) لري. چې (۱۵۸) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د هلمند ولایت د ګرم سیر ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ کې (۱۵۸) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۸) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.