د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ په ۱۳۸۹ هجرې لمریز کال کې د کرنې لیسې په نوم تأسیس شوه بیا یې په ۱۴۰۱ هجرې لمریز کال کې کرنې انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه د عمومي کرنې، کرنیز اقتصاد او بڼوالی په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ (۲) ودانۍ چې په ټوله کې(۳۰) درسی او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کيږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ په ټوله کې (۱۱) تنه کارکوونکي لري. چې (۶) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ کې (۶) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (عمومي کرنه، کرنیز اقتصاد او بڼوالي) لري. چې (۲۱۸) تنه زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.