د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ

د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ په ۱۳۸۹ هجرې لمریز کال کې د کرنې مسلکي لېسې په نوم  تأسیس شوه، بیا یې په ۱۴۰۲ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ دورې ته ارتقاء ورکړل شوه د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ ودانۍ ( ۱۰) درسي او ادارې خونې لري.

جوړښت اړوند معلومات: د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ په ټوله کې (۱۱) تنه کارکوونکي لري. چې (۶) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ کې (۶) تن استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري. چې (۷۲) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ کې (۷۲) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.