د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ په ۱۴۰۲ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ ودانۍ (۸) درسي او اداري خونې لري. اوبه، برښنا او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ په ټوله کې (۵) تنه کارکوونکي لري. چې (۲) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۱) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ کې (۲) تن استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري. چې (۱۵۹) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ کرنې انسټیټوټ کې (۱۵۹) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.