د هلمند ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ

د هلمند ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ۱۳۸۸ هجری لمریز کال کې د اقتصاد لیسې په نوم تأسیس شوه بیا یې په ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړه شو د ادارې او  مدیریت، ادارې او تجارت، محاسبې او بانکدارۍ، موټر سایکلو ترمیم او خیاطۍ په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د هلمند ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ ودانۍ ( ۳۰) درسی او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کيږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د هلمند ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۱۸) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۲) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د هلمند ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ کې (۱۲) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۵) څانګې (اداره او  مدیریت، اداره او تجارت، محاسبه او بانکدارې، موټر سایکلو ترمیم او خیاطي) لري. چې (۷۵) تنه زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب:

د هلمند ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۲) بابه مجهز کمپیوټر لب لري.  

بدل اعاشه:

دغه انسټیتوټ کې (۷۵) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۰) تن د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.