د نیمروز ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ

د نیمروز  ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د ادارې او مدیریت او ادارې او تجارت په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د نیمروز  ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ ودانۍ (۱۶) درسی او ادارې خونې، برښنا، او اوبه هم لري.

جوړښت اړوند معلومات: د نیمروز  ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۱۱) تنه کارکوونکي لري. چې (۴) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د نیمروز  ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ کې (۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګه (اداره او مدیریت او اداره او تجارت) لري، چې (۴۵) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب: د نیمروز  ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.  

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۴۵) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۶) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.