د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ

د نیمروز  ولایت د چخانسور ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ په ۱۳۸۹ هجرې لمریز کال کې د کرنې مسلکي لېسې په نوم تأسیس شوه، بیا یې په ۱۴۰۰ هجرې لمریز کال کې کرنې مسلکي انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه، چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د نیمروز  ولایت د چخانسور ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ ودانۍ (۱۳) درسی او ادارې خونې لري، سولري برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کيږي.

جوړښت اړوند معلومات: د نیمروز  ولایت د چخانسور ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ په ټوله کې (۱۲) تنه کارکوونکي لري. چې (۷) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ کې (۷) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري، چې (۳۹) تنه زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب: د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.  

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۳۹) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۹) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.