د نیمروز ولایت د زرنج ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ

د نیمروز  ولایت د زرنج ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ په ۱۳۸۸ هجرې لمریز کال کې د کرنې مسلکي لېسې په نوم تأسیس شوه، چې بیا په ۱۳۹۸ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه د بڼوالۍ او عمومي کرنې په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د نیمروز  ولایت د زرنج ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ ودانۍ (۱۱) درسی او ادارې خونې لري، او همدارنګه برښنا، اوبه او ورزشي ساحه یې د مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د نیمروز  ولایت د زرنج ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ په ټوله کې (۱۶) تنه کارکوونکي لري. چې (۷) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۵) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د نیمروز  ولایت د زرنج ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ کې (۷) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګه (بڼوالي او عمومي کرنه) لري، چې (۵۸) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب: د نیمروز  ولایت د زرنج ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب او همدارنګه (۱) باب مجهز کتابتون هم لري.  

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۵۸) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۴) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.