د نابینایانو مسلکي انسټيټوټ اړوند لنډ معلومات

د کابل ښار نابینایانو مسلکي انسټيټوټ په ۱۳۸۵ هجري لمريز کال کې د نابینایانو مسلکي لیسې په نوم تاسیس شو چې د دیني علومو او عمومي زده کړو په څانګو له لومړي (۱) ټولکي څخه تر دوولسم (۱۲) ټولکي پورې (لیسې دوره) کې زده کوونکي په مسلکي بڼه روزل.

 بیا یې په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د ادارې مشرتابه په لزوم دید باندې نابینایانو مسلکي انسټيټوټ ته ارتقاء وکړل شوه، د فقهې او عقیدې او اداره او مدیریت په څانګو کې له لومړي (۱) ټولکي څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ښار نابینایانو مسلکي انسټيټوټ ودانۍ (۳۱) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه د فوټبال ورزشي ساحه یې له مهمو برخو څخه نه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار نابینایانو مسلکي انسټيټوټ په ټوله کې (۷۷) تنه کارکوونکي لري، چې (۴۲) تنه استادان، (۸) تنه ادارې کارکوونکي او (۲۷) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو په اړه عمومي معلومات:

د کابل ښار نابینایانو مسلکي انسټيټوټ کې (۴۲) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې له دې جملې (۳۳) تنه نارینه استادان او (۹) تنه ښځينه استادانې دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (فقهه او عقیده او اداره او مدیریت) لري په یادو څانګو کې  (۱۸۸) تنه زده کوونکی او  زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د کابل ښار نابینایانو مسلکي انسټيټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهزکپیوټر لب، (۱) باب د بریل خط مطبعه او همدارنکه د زده کوونکو او زده کړیالانو د تګ او راتګ لپاره (۱۰) عرادې کاسټر موټر هم لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.