د مرکز غزني کثیرالرشتوي‌ انسټيټوټ

د غزني ولایت مرکز ‌کثیرالرشتوي‌ انسټيټوټ په ۱۳۸۹ هجرې لمريز کال کې تأسیس شوی چې د کمپیوټر ساینس، برښنا او موټرو ترمیم په څانګو له لسم (۱۰) ټولکي څخه تر دوولسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان  په تخنیکي او  مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د غزني‌ ولایت مرکز کثیرالرشتوي‌ انسټيټوټ (۲) ودانۍ تدریسې او لیلیه لري. چې تدریسې ودانۍ یې (۱۰) درسي خونې او (۶) ادارې خونې او د لیلیې ودانۍ یې (۲۶) اوسیدو مجهزې خونې لري، اوبه برښنا او همدارنګه ورزشي ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د غزني ولایت مرکز‌ کثیرالرشتوي‌ انسټيټوټ په ټوله کې (۲۲) تنه کارکوونکي لري، چې (۱۴) تنه استادان، (۵) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د غزني‌ ولایت مرکز کثیرالرشتوي‌ انسټيټوټ کې (۱۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې (۱۱) تنه نارینه استادان او (۳) تنه ښځينه استادانې دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (کمپیوټر ساینس، برښنا او موټرو ترمیم) په څانګو کې  شاوخوا (۱۸۲) تنه زده کوونکی او  زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب: د غزني‌ ولایت مرکز کثیرالرشتوي‌ انسټيټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.

بدل اعاشه:  د غزني ولایت مرکز‌ کثیرالرشتوي‌ انسټيټوټ کې (۱۸۲) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دی. چې له دې جملې څخه (۲۰) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.