د مرورې ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ

د کنړ ولایت مرورې ولسوالۍ د کرنې مسلکی انسټيټوټ په ۱۳۹۰ هجری لمریز کال کې د کرنې مسلکي لېسې په نوم تأسیس شو، بیا یې په ۱۳۹۸ هجری لمریز کال کې د لېسې څخه انسټیټوټ ته ارتقاء وکړه چې د عمومي کرنې او اګرانومې په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کنړ ولایت مرورې ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ ودانۍ ( ۶) درسی او ادارې خونی لري. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د غه انسټيټوټ په ټوله کې (۱۰) تنه کارکوونکي لري. چې (۴) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:  

د کنړ ولایت مرورې ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ کې (۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (عمومي کرنه او اګرانومې) لري. چې (۱۲۱) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د کنړ ولایت مرورې ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ (۱) باب کمپیوټر لب، (۱) باب لابراتوار او همدارنګه (۱) باب مجهز کتابتون هم لری.

بدل اعاشه:

د کنړ ولایت مرورې ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ کې (۱۲۱) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۳) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.