د لوګر ولایت د کانونو انسټیټوټ

د لوګر ولایت د کانونو انسټیټوټ په ۱۳۹۱ هجري لمريز کال کې تأسیس شوی د کانونو استخراج او ساختمانی انجینری په څانګو کې د دیارلسم (۱۳) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې(انسټیټوټ دوره) کې زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: 

د لوګر ولایت د کانونو انسټیټوټ ودانۍ (۱۴) درسي اوادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنگه شنه ساحه له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د لوګر ولایت د کانونو انسټیټوټ په ټوله کې (۱۶) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۰) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د لوګر ولایت د کانونو انسټیټوټ کې (۱۰) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان يې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

د لوګر ولایت د کانونو انسټیټوټ (۲) څانګې (د کانونو استخراج او ساختمانی انجینری) لري. چې (۴۲) تنه زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

 

 

کمپیوټر لب:

د لوګر ولایت د کانونو انسټیټوټ د زده کړیالانو د علمي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کپیوټر لب لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.