د لوګر ولایت د محمد آغې کثیرالرشتوی انسټیټوټ

د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۳ هجري لمريز کال کې د مسلکي لېسې په نوم تأسیس شوی، چې بیا یې په ۱۳۹۸ هجري لمريز کال کې انسټیټوټ دورې ته ارتقاء ورکړل شوه. د ادارې او  تجارت او ډیټابیس په څانګو کې د لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

 د لوګر ولایت د محمد آغې کثیرالرشتوي انسټیټوټ ودانۍ (۱۰) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنگه شنه ساحه له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

 د لوګر ولایت د محمد آغې کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۹) تنه کارکوونکي لري، چې (۴) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د لوګر ولایت د محمد آغې کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان يې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

دغه انسټیټوټ (۲) څانګې (اداره او  تجارت او ډیټابیس) لري. چې (۷۶) زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

د لوګر ولایت د محمد آغې کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۷۶) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۷) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.