د قصبې کثیرالرشتوي انسټيټوټ اړوند لنډ معلومات

د کابل ښار قصبې کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۷۵ هجري لمريز کال کې د ساختماني ماشین آلاتو تخنیکی لېسې په نوم تاسیس شوه چې بیا په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د ادارې مشرتابه پلاوي په لزوم دید سره یې انسټیټوټ ته ارتقاء وکړه، د  فلزکارۍ، الکتروتخنیک، وسایط نقلیه او ساختمان په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولګي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنيکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړني معلومات:

د کابل ښار قصبې کثیرالرشتوي انسټيټوټ ودانۍ (۱۶) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه ورزشي ساحه یې له مهو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

 د کابل ښار قصبې کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۳۲) تنه کارکوونکي لري چې (۲۱) تنه استادان، (۵) تنه ادارې کارکوونکي او (۶) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ښار قصبې کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۲۱) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې (۱۷) تنه نارینه استادان او (۴) تنه ښځينه استادانې لري.

 

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۴) څانګې (فلزکاری، الکتروتخنیک، وسایط نقلیه او ساختمان) لري. په یادو څانګو کې (۱۸۸) تنه زده کوونکی او  زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د کابل ښار قصبې کثیرالرشتوي انسټيټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره هر ډيپارټمنټ جلا جلا  مجهزکپیوټر لب او همدارنګه د الکتروتخنیک په برخه کې (۹) بابه مجهز ورکشاپونه چې (۳) بابه د الکتروتخنیک په برخه کې (۳) بابه د نقلیه وسایطو په برخه کې (۲) بابه د فلزکارۍ په برخه کې او همدارنګه (۱) باب د ساختمان په برخه کې لري.

بدل اعاشه:

د کابل ښار قصبې کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۱۸۸) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۸) تنه د بدل اعاشې او (۶۵) تن په لیلیه کې اوسیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.