د فراه ولایت مرکز ښځینه کثیرالرشتوي انسټیټوت

د فراه  ولایت مرکز ښځینه کثیرالرشتوي انسټیټوت په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی چې د ادارې او مدیریت او بانکدارۍ په څانګو کې له دیارلسم (۱۳) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د فراه  ولایت مرکز ښځینه کثیرالرشتوي انسټیټوت ځانګړې ودانۍ نه لري د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په ودانۍ کې خپلې تدریسي او اداري چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د فراه  ولایت مرکز ښځینه کثیرالرشتوي انسټیټوت اوس مهال (۱) تن خدماتي کارکوونکی لري.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (اداره او مدیریت او بانکداري) لري، چې (۴۵) تنه ښځینه  زده کړیالانې لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.