د فراه ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټیټوت

د فراه  ولایت تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ په ۱۳۸۹ هجرې لمریز کال کې د لېسې په کچه تأسیس شو او وروسته په ۱۳۹۸ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ دورې ته ارتقا ورکړل شوه د برښنا، ساختمان او خیاطۍ په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د فراه  ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټیټوت د یاد ولایت په پنځمه ناحیه کې په یوه کرائې ودانۍکې خپلې اداري او تدریسي چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د فراه  ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټیټوت په ټوله کې (۱۴) تنه کارکوونکي لري. چې (۶) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۴) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د فراه  ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټیټوت کې (۶) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې له دې جملې څخه (۵) تنه نارینه او (۱) ښځینه استاده لري.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (برښنا، ساختمان او خیاطي) لري، چې (۴۹) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب: د فراه ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب هم لري.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۴۹) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۹) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.