د فراه ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوت

د فراه  ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوت په ۱۳۵۲ هجرې لمریز کال کې د لېسې دوره تأسیس شوه او وروسته په ۱۳۸۷ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ دورې ته ارتقا ورکړل شوه د عمومي کرنې، وترنرۍ او بڼوالۍ په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د فراه  ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوت په یوه کرائې ودانۍ کې خپلې تدریسي چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د فراه  ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوت په ټوله کې (۲۴) تنه کارکوونکي لري. چې (۸) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۱۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د فراه  ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوت کې (۸) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي .

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (عمومي کرنه، وترنري او بڼوالي) لري، چې (۸۷) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۸۷) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۲) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.