د غور ولایت مرکز تخنیکي انسټیټوت

د غور ولایت مرکز تخنیکي انسټیټوت په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی چې د ساحتمان او برښنا په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د غور ولایت مرکز تخنیکي انسټیټوت د یاد ولایت د ښځینه کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ودانۍ کې چې (۱۸)  اداري او تدریسي خونې لري خپلې تدریسي او اداري چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د غور ولایت مرکز تخنیکي انسټیټوت په ټوله کې (۱۵) تنه کارکوونکي لري. چې (۹) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د غور ولایت مرکز تخنیکي انسټیټوت کې (۹) تنه نارینه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (ساختمان او برښنا) لري، چې (۱۲۷) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د غور ولایت مرکز تخنیکي انسټیټوت د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز ورکشاپ لري.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۱۲۷) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۱) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.