د غزني ولایت کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ لنډه پیژندنه

د غزني ولایت مرکز کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ په ۱۳۸۷ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی چې د وترنرۍ، عمومي کرنې، باغدارۍ او اگرانومي په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د غزني ولایت مرکز کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ ودانۍ (۱۶) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د غزني ولایت مرکز کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۲۰) تنه کارکوونکي لري، چې (۱۳) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۴) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د غزني ولایت مرکز کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ کې (۱۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۴) څانګې (وترنري، عمومي کرنه، باغداري، اگرانومي) لري، چې (۳۸۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د غزني ولایت مرکز کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.

بدل اعاشه: د غزني ولایت مرکز کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ کې (۳۸۰) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۴۷) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.