د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ لنډه پیژندنه

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۲ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، د عمومي کرنې په څانګه کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ ودانۍ ( ۸) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې له دې جملې څخه (۲) تنه یې نارینه او (۱) ښځینه استاده دی.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري، چې (۱۸۲) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۱۸۲) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۰) تن د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.