د شپږ ټایره موټر جوړول

د بلخ د نفتو او ګازو انسټیټوټ زده کړیال حشمت الله اغاجان د عبدالودود زوی د بلخ ولایت اوسېدونکی د بلخ ولایت د تېلو او ګازو انسټیټوټ موټرو تخنیک څانګې زده کړیال چې شپږ ټایره موټر یې جوړ کړی دی.

دى وايي، چې دا موټر يې په خپل لګښت، په يوه کال کې د څه باندې پنځه سوه زره افغانيو په لګښت جوړ کړى دى.

 د حشمت الله په وينا، د دغه موټر په جوړولو کې د بلخ د نفتو او ګازو انسټيټوټ استادانو هم ورته لارښوونه کړې ده.

نوموړی وايي، چې که اسانتياوې او دولتي مرسته ورته برابره شي، کولاى شي خپلو کارونو ته دوام ورکړي او بېلابېل موټرونه جوړ کړي.

دغه موټر د بلخ نفتو او ګازو انسټیټوټ د موټرو تخنیک څانګې د نويو زده کړیالانو د هڅونې په موخه نندارې ته وړاندې کړای شو.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي نورالله صلاح الدين له دغه موټر څخه ليدنه وکړه او د جوړونکي يې ستاينه وکړه.

مولوي صلاح الدین د حشمت الله خان له جوړ شوي موټر څخه د لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ارزښت خبرې وکړې او له زده کوونکو یې وغوښتل چې د لا ښه نوښت په موخه لاس په کار شئ.

د ماهر او متخصص ځواک روزل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له موخو څخه دی؛ په داسې حال کې چې هېواد د پرمختګ لپاره متخصص ځواک ته جدي اړتیا لري.

د موټر د ویډیو لینک:https://youtu.be/MHOxRIhKM1Q