د سمنګان د تخنیکي انسټیټوټ یوه زده کړیال سکواټور جوړ کړی

د تخنيکي او مسلکي انسټیټوټ د ساختماني انجينرۍ څانګې د يوولسم ټولګي زده کوونکى ذکي الله له لومړنيو امکاناتو څخه په استفادې سره د سکواټور يو نمونه جوړ کړى دى.

ذکي الله د سمنګان ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي کمال الدين خالد په ګډون په يوه غونډه کې خپل خلاقيت معرفي کړ.

ذکي الله د سمنګان ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له خوا وهڅول شو.

تر دې وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو زده کړیالانو او استادانو خپل خلاقیت او نوښت ښودلی دی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښتګرو ځوانانو ملاتړ کوي او په همدې موخه یې د نوښت مرکز جوړ کړی دی.

سکواتور