د سرکاڼو ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټیټوټ

د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ په ۱۳۸۹ هجری لمریز کال کې د کرنې لېسې په نوم تأسیس شوی، بیا یې په ۱۳۹۹ هجری لمریز کال کې د لیسې څخه انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه چې د عمومي کرنې، بڼوالۍ او حیواني علومو په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکو او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

 د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ ودانۍ ( ۱۶) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه ورزشي ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ په ټوله کې (۹) تنه کارکوونکي لري چې (۴) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ کې (۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (عمومي کرنه، بڼوالي او حیواني علوم) لري چې (۲۰۲) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

 د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب کمپیوټر لب، (۱) باب لابراتوار او همدارنګه (۱) باب مجهز کتابتون هم لري چې شاوخوا (۷۰۰) جلده عمومي او مسلکي کتابونه پکې موجود دي.

بدل اعاشه:

د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ کې (۲۰۲) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي چې له دې جملې څخه (۱۴) تن د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.