د سروبي ولسوالۍ کثیرالرشتوي مسلکي انسټيټوټ اړوند لنډ معلومات

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍکثیرالرشتوي مسلکي انسټيټوټ چې په ۱۳۹۲ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی دی. چې د اداره او مدیریت، برښنا او کرنې په څانګو کې له ۱۳ څخه تر ۱۴ ټولکي پوري (انسټیټوټ دوره) کې زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍکثیرالرشتوي مسلکي انسټيټوټ ځان ته ودانۍ لري (۱۱) درسي خونې، برښنا، اوبه او همدارنګه د والیبال ورزشي ساحه یې له مهمو برخو څخه نه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍکثیرالرشتوي مسلکي انسټيټوټ په ټوله کې (۱۲) کارکوونکي لري، چې (۶) استادان، (۴) ادارې کارکوونکي او (۲) خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍکثیرالرشتوي مسلکي انسټيټوټ (۶) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې ټول یې نارنیه دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (اداره او مدیریت، برښنا او کرنه) لري، چې په ذکر شویو څانګو کې (۲۰۲) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب:

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍکثیرالرشتوي مسلکي انسټيټوټ مجهز کمپیوټر لب لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.