د ساختمانې او جیودیزی انسټيټوټ لنډ معلومات

د کابل ښار ساختمانې او جیودیزې انسټيټوټ په ۱۳۲۸ هجري لمريز کال کې د کابل صنایع لیسې په نوم  تأسیس شوی او بیا یې په ۱۳۸۲ هجري لمریز کال کې ساختماني او جیودیزې انسټيټوټ ته ارتقاورکړه چې د ترکاڼۍ، ساختماني او جیودیزې څانګو کې   له لسم (۱۰) څخه تر (۱۴) څوارلسم ټولکي (لیسه او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ښار ساختمانې او جیودیزې انسټيټوټ (۱۸) درسي او اداری خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنکه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار ساختمانې او جیودیزې انسټيټوټ په ټوله کې (۸۹) تنه کارکوونکي لري. چې (۶۵) تنه استادان، (۸) تنه ادارې کارکوونکي او (۲۰) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ښار ساختمانې او جیودیزې انسټيټوټ کې (۶۱) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي. چې له دې جملې (۴۳) تنه نارینه استادان او (۱۸) تنه ښځينه استادانې دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۳) څانګې ( نجاريساختمانې او جیودیزې،) لري چې په یادو څانګو کې (۶۰۰) تنه زده کوونکي زده کړیالان په په مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب:

د کابل ښار ساختمانې او جیودیزې انسټيټوټ زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهزکمپیوټر لب لري.

بدل اعاشه:

 د کابل ښار ساختمانې او جیودیزې انسټيټوټ کې (۶۰۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵۳) تنه بدل اعاشې په نوملړ کې شامل او (۵۴) تن په لیلیه کې اوسیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.