د دایکندی ولایت کثیرالرشتوِي انسټیټوټ

د دایکندی ولایت کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۱ هجري لمريز کال کې تأسیس شوی چې اداره او مدیریت، کمپیوټر ساینس، محاسبې، اداره او تجارت او بانکدارۍ په څانګو کې له لسم (۱۰)څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د دایکندی ولایت کثیرالرشتوي انسټیټوټ ودانۍ (۱۷) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د دایکندی ولایت کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۱۴) تنه کارکوونکي لري. چې (۹) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: په دغه انسټيټوټ کې په ټوله کې (۹) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې له دې جملې (۷) تنه نارینه او (۲) تنه ښځینه استادانې دی.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۵) څانګې (اداره او مدیریت، کمپیوټر ساینس، محاسبې، اداره او تجارت او بانکداري) لري. چې (۱۴۳) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب: د دایکندی ولایت کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب هم لري.

بدل اعاشه: د دایکندی ولایت کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۱۴۳) زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۳۵) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.