د دایکندی ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ

د دایکندی ولایت تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ په ۱۳۹۶ هجرې لمريز کال کې د تخنیکي او  مسلکي لېسې په نوم تأسیس شوه، چې بیا یې په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه د الکتروتخنیک او ساختمان  په څانګو کې له لسم (۱۰)څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د دایکندی ولایت تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ ودانۍ (۱۰) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د دایکندی ولایت تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري. چې (۴) تن استادان، (۳) تن ادارې کارکوونکي او (۱) تن خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:  

د دایکندی ولایت تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ کې (۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (الکتروتخنیک او ساختمان) لري. چې (۱۰۳) تنه زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

 د دایکندی ولایت تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ کې (۱۰۳) زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۶) تن د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.