د خوست میخانیکي انسټیټوټ یو تن فارغ لخوا اتوماتیکه پیکا جوړه شوه

د خوست ولایت میخانیکي انسټیټوټ یو تن فارغ محمد صادق صدیقي یوه اتومات پیکا وسله جوړه کړې ده.

دغه وسله د ګرځنده تلیفونونو او کمپیوټرونو په کارولو سره کنټرول کیږي او په اتوماتيک ډول خپل ټاکل شوی هدف له منځه وړي.

 صديقي پخوا يو ساده بايسکل په برښنایې بايسکل بدل کړى و چې د بطرۍ په چارجولو سره لس کيلومتره واټن وهلى شي.

Machine Gun