د خاکجبار مسلکي کثیرالرشتوي انسټیټوټ اړوند لنډ معلومات

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ کثیرالرشتوي مسلکي انسټيټوټ چې په ۱۳۹۱ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی، چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰)څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ کثیرالرشتوي مسلکي انسټيټوټ ځان ته ودانۍ چې (۶) درسي او ادارې خونې، برښنا او همدارنګه د څښاک پاکې اوبه هم لري.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ کثیرالرشتوي مسلکي انسټيټوټ په ټوله کې (۱۳) کارکوونکي لري، چې (۶) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۴) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ کثیرالرشتوي مسلکي انسټيټوټ کې (۶) تنه نارینه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري چې (۱۴۰) زده کوونکي او زده کړیالان په دې څانګه کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ کثیرالرشتوي مسلکي انسټيټوټ دوه مجهز لابراتوارونه لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.