د خاص کنړ ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ

د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍکرنې مسلکی انسټيټوټ په ۱۳۸۹ هجری لمریز کال کې د کرنې لېسې په نوم تأسیس شوی چې بیا یې په ۱۳۹۹ هجری لمریز کال کې د لېسې څخه انسټیټوټ ته ارتقاء وکړه چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکو او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍکرنې مسلکی انسټيټوټ ودانۍ ( ۵) درسی او ادارې خونی لری. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کنړ ولایت د خاص کنړ  ولسوالۍکرنې مسلکی انسټيټوټ په ټوله کې (۹) تنه کارکوونکي لري. چې (۴) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍکرنې مسلکی انسټيټوټ کې (۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري. چې (۱۵۳) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍکرنې مسلکی انسټيټوټ (۱) باب کمپیوټر لب، (۱) باب لابراتوار او همدارنګه (۱) باب مجهز کتابتون لری.

بدل اعاشه:

د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ کرنې مسلکی انسټيټوټ کې (۱۵۳) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي. چې له دې جملې څخه (۱۲) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.