د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست او ملي دفاع وزير په یو لړ مهمو موضوعاتو جلسه وکړه!

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۲۲:۱۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملی ادارې سرپرست الحاج مولوی غلام حیدر شهامت د یوه پلاوي په مشرۍ د ملي دفاع وزارت له سرپرست وزیر محترم الحاج مولوي محمد یعقوب مجاهد سره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

په ياده جلسه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام ددفتر رئیس استاد مطيع الله هدايت او د مقام تخنيکي مشاور استاد عبدالهادي مجاهد هم حضور درلود.

د جلسې په پیل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست محترم مولوي غلام حيدر شهامت، د يادې ادارې اهدافو، پلانونو او لاس ته راوړنو په اړه معلومات شريک کړل.

محترم مولوي شهامت وویل: د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې لخوا د مجاهدينو د روزنې په برنامه کې چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې له اصلي فعاليتونو غیر دا مهال عملا د تطبيق په حال کې ده، ۱۸ زره مجاهدین په مسلکي شکل د ادارې او مديریت په څانګه کې په زده کړو مصروف دي.

نوموړي زياته کړه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي اداره په ملي کچه د هیواد تنګيو ځوانانو ته په ٧٣ تخنیکي او مسلکي رشتو کې په ۳۷۶ انستيتوتونو کې د هيواد په ټولو ولايتونو کې خدمات عرضه کوي، چې تیر کال د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو ملي نندارتون کې یې محصلینو ۱۲۲۰ بیلابیلې پروژې نندارې ته وړاندې کړې وې.

همداراز یې د نوښت مرکز ته په اشارې سره وويل، سږکال مو  د ۱۰۰۰ تنو خپلو فارغ ځوانانو لپاره د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې په مربوطاتو کې دکار زمينه برابرولو لړی پيل کړې او سلګونه ځوانان مو دکارموندنې په موخه خصوصي سکتور ته هم معرفي کړي دي او زياته یې کړه چې د یادې ادارې عالي موخو ته د مشرتابه د زياتې توجه تر څنګ د ملي دفاع وزارت په بشپړ حمايت سره په ښه شکل رسيدنه کيدای شي.

همداراز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملی ادارې د مقام ددفتر رئیس استاد مطیع الله هدایت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي  ادارې سلاکار استاد عبدالهادي مجاهد هم  د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د دواړو ادارو ترمنځ په ګډوهمکاريو یې ټينګار وکړ.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد يعقوب مجاهد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د سرپرست او ورسره مل پلاوي څخه مننه وکړه چې په کمو امکاناتو سره یې ډیر فعالیتونه تر سره کړي او د يادې ادارې د پروګرامونو او لاسته راوړنو د ستاینې تر څنګ یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي مجاهد ټينګار وکړ چې يوه تخنيکي کميټه به د دواړو ادارو ترمنځ په هغه برنامو باندې کار پيل کړي چې د ا.ا.ا او تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې عالي موخو ته د رسيدو سبب کيږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۴:۰
Background image

د کاپیسا ولایت مرکز (محمود راقی) کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو له لوري د لبنیاتو پروسس او تولید

د کاپیسا ولایت اړوند مرکز (محمود راقی) کثیرالرشتوي انسټيټوټ د مالدارۍ څانګې محصلینو د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې د لبنیاتو تولید او پروسس د څرنګوالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د سرپل ولایت د برښنا تخنیکي او مسلکي لیسې زده کوونکو ته د ټرانسفارمر په اړه روزنه ورکړل شوه

د سرپل ولایت د برښنا تخنیکي او مسلکي لیسې د دولسم ټولګي زده‌کوونکو د پرکتیک دورې په قالب کې د یاد ولایت بریښنا ریاست ته د یو علمی سفر په ترڅ کې د ټرانسفارمرونو د ډولونو په اړه په عملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۱:۷
Background image

د خُلم کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو ته د هرزه بوټو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

د سمنګان ولایت د خُلم کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو ته دتخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د هرزه بوټو د بیژندلو او طبقه بندۍ په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.. . .

BACK TO NEWS